د امریکا د فضایي تحقیقاتو ادارې یا ناسا د SLS په نوم د فضايي توغولو سیسټم پرون د مارچ په اتلسمه نېټه په بریالیتوب سره وازمایه.
دا ازموینه له مخکینۍ ناکامې ازموینې شااوخوا دوه میاشتې وروسته وشوه.
په ميسي سيپي کې د سټینېس په نوم د فضايي الوتنو په مرکز کې د پرونۍ ازموینې پر مهال د SLS توغندي څلور واړه انجنونه د اتو دقیقو لپاره- چې د ازموینې ټوله موده وه، په دوامدار ډول لګېدلي وو.
د ناسا سرپرست مشر ستيف جورزېک په یوه بیان کې دا ازموینه سپوږمۍ ته د انسان د استولو په مقصد د ناسا د پروګرام لپاره خورا مهمه وبلله.
د ارتمیس په نوم د دې پروګرام هدف تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې سپوږمۍ ته د یوې ښځې استول او د سپوږمۍ په مدار کې د یوه فضايي تمځای جوړول دي.
ناسا وايي چې ارتمیس، مریخ ته د انسان د استولو لپاره لومړی ګام دی.