ملي امنیت: فاریاب کې د داعش ۱۸ کسیزه ډله نیول شوې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان ملي امنیت په فاریاب ولایت کې د داعش د یوې ۱۸ نفري ډلې د نیولو خبر ورکړی دی.

د ملي امنیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې نیول شوي کسانو په یاد ولایت کې داعش وسله والو ته جلب و جذب کاوه.

د اعلامیې له مخې چې نیول شوې ډله د داعش مهم کسان هم شامل دی.

په اعلامیه کې راغلي چې دغه ډلې دغه شان په سیمه کې په ترورستي فعالیتونو کې هم لاس درلود.

په اعلامیه کې په دې اړه چې یاده ډله کله نیول شوې څه نه دي ویل شوي.