امریکا او اروپا یو ځل بیا روسیه د ازادې اروپا/ازادي راډيو په ګډون د ازادو رسنیو د ځپلو لپاره وغندله.
د اروپا د امنیت او همکارۍ په سازمان کې د امریکا شارژدافیر کورتني اوسټرین پرون پنجشنبه (د کب ۲۸مه) وویل، د رسنیو لپاره د روسیې نوي مقررات له فني پلوه د پلي کېدو نه دي او له دې په روسیه کې د امریکایي بنسټونو او کسانو پر ضد کار اخېستل کېږي.
کورتني اوسترین په خبرپاڼه کې د امریکا او کاناډا په استازیتوب وویل، دا مقررات د ازادو، خپلواکو غږونو او مدني ټولنې د ځپلو لپاره دي.
د ښاغلي اوسترین په باورد روسیې له نويو مقرراتو د ازادې اروپا/ازادي راډیو د مخ په زیاتیدونکو اورېدونکو د مخنیوي لپاره کار اخېستل کېږي.
د ښاغلي اوسترین په وینا په داسې حال کې چې امریکایي رسنۍ په لومړي ګام کې په روسیه کې هدف ګرځيدلي دي، په دوهم ګام کې ښایي د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان د هر غړي هېواد رسنۍ روسیه په نښه کړي.