د افغانستان، تاجکستان او امریکا په درې اړخیزه غونډه کې د افغان سولې د روان بهیر ملاتړ وشو.
په دې غونډه کې چې پرون پنجشنبه (د کب ۲۸مه) د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرمحمد حنیف اتمر، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرسراج الدین مهرالدین او د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرسیتال ډوېډ هیل برخه واخېسته.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي اتمر وویل چې افغان دولت د اساسي قانون په رڼا کې سیاسي مشارکت ته او وار له مخه انتخاباتو ته چمتو دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د خپرې شوې اعلامیې له مخې د تاجکستان او امریکا استازیو د سولې د روان بهیر ملاتړ وکړ او ټینګار یې وکړ چې د بشري حقونو لاسته راوړنې د ښځو د حقونو په شمول باید خوندي شي.