افغانستان کې د تاوتریخوالي پر درولو د ملګرو ملتونو عمومي منشي بیاځلي ټینګار

د مارچ په ۱۵مه په کابل کې پر یو کاسټر موټر چاودنه

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش یو ځل بیا افغانستان کې د تاوتریخوالي د درولو غوښتنه وکړه.

ګوترش د افغانستان په اړه خپل وروستي راپور کې ویلي، د جګړې دواړه لوري، په ځانګړې توګه طالبان باید د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسولو لپاره د افغانانو غوښتنې ته پام وکړي.

ده ویلي، د تاوتریخوالي سملاسي درول د عادلانه، تلپاتې او هر اړخیزې سولې لامل ګرځي.

د دغه راپور لېنک نن د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت یوناما پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی دی.

ګوترش دغه‌راز فرانسوی ډيپلومات ژان ارنولت د افغانستان او سیمې لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.

ملګرو ملتونو ویلي، د ده ټاکل کېدل په دې معنی دي چې دغه سازمان له سوله‌ییزې لارې د افغانستان د معظلې حل ته ژمن دی.

دا مهال دیبورا لاینز د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ده.