د خوست ښار او ځاځي ميدان ولسواليو تر منځ سړک چې د امنيتي ګواښونو له کبله د ځایي خلکو له خوا د دوه ورځو لپاره تړل شوی و، بېرته پرانېستل شوه.
نن د پنجشنبې (د کب ۲۸مه) په ورځ د ځاځي ميدان اوسيدونکي سېلاب ځاځي د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل، د خوست ملکي او پوځي چارواکي ځاځي ميدان ته ورغلي وو او ځايي خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې د لارې په اوږدو کې به یو شمېر نوې امنيتي پوستې جوړې کړي.
د خوست امنيه قوماندان پاسوال محمد داوود امين وويل، ځايي خلکو سره ستونزه هواره شوې او د نويو امنيتي پوستو د جوړولو کار عملاً پیل شوی دی.
ځاځي ميدان د خوست ښار په شمال کې له امن لرونکو ولسواليو څخه ده چې ډېری ځوانان یې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې دندې تر سره کوي.
دې ولسوالۍ ته د غځيدلي لارې په اوږدو کې چې د صبريو او باک له ولسواليو تېرېږي، کله نا کله امنيتي پېښې رامنځته کېږي.