جلال اباد کې چاودنې د ملي امنیت یو کار کوونکی ټپي کړ

جلال اباد کې شوې چاودنه

د ننګرهارپه مرکز جلال اباد ښار کې چاودنې د ملي امنیت یو کار کوونکی ټپي کړ.

د ننګرهار رسنیو دفتر وايي چې دغه چاودنه نن پنجشنبه (د کب ۲۸مه) سهار شااوخوا اته نیمې بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند افغان ترک لېسې ته څېرمه د ملي امنیت پر رنجر موټر شوې ده چې د ملي امنیت یو کارکوونکی په کې ټپي شو.

چاودنه د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د یادې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.