کابل کې چاودنې ۳ تنه وژلي؛ عبدالله پېښه غندلې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله، د کابل ښار د ۱۷مې ناحیې د خیرخانې کوتل سیمه کې د نن سهار چاودنه وغندله.

ښاغلي عبدالله نن پڼجشنبه(د کب ۲۸مه) سهار په یوه اعلامیه کې ویلي: 'د ملکي وګړو په نښه کول، بشرضد جنایت، ظالمانه او د ټولو اسلامي، اخلاقي او انساني ارزښتونو خلاف دی."

په دې چاودنه کې د کابل د امنیې قوماندانۍ په خبره ۳ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي، دا پېښه هغه وخت وشوه چې یو کاسټر ډول موټر پر ماین ور برابر شو.

پولیس وايي ښايي د تلفاتو شمېر لوړ شي.

بل خوا د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند حامد پویا ځینو رسنیو ته ته ویلي چې چاودنه د دغه وزارت او نورو ادارو پر موټر شوې او د وژل شوېو شمېر ۵ او د ټپیانو ۱۳ دی.

تېره دوشنبه هم په کابل کې په یوه چاودنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو کار کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.