د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولاس سرکوزي د ۲۰۱۲ میلادي کال ولسمشریزو ټاکنو د ناقانونه تمویل په تړاو محکمې ته حاضر شو.
هغه په دې ټاکنو کې بریالی نه شو.
د سرکوزي محکمه پرون چهارشنبه (د کب ۲۷مه) ترسره شوه.
له دې دوه اوونۍ مخکې ۶۶کلن سرکوزي د اداري فساد او یوې بلې قضیه کې د لاس لرلو په تور محکوم وپېژندل شو.
که هغه مجرم وپیژندل شي، له یوه کال حبس او نقدي جریمې له سزا سره به مخامخ شي.
سرکوزي پر ده لګول شوي تورونه رد کړي دي.
د نوموړي دا محاکمه ابتدایي ده او ټاکل شوې د اپریل تر پنځلسمې نېټې دوام وکړي.