پاکستان کې سند لرونکو افغان کډوالو ته ځیرک کارتونه ورکول کېږي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د پاکستان کابینې تایید کړې چې هلته دېره سند لرونکو افغان کډوالو ته به د اوسېدو ځیرک کارتونه ورکوي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان پرون پرخپله ټویټرپاڼه دا خبر ورکړی دی.

نوموړي لیکلي چې دغو ځېرکو کارتونو کې به د کډوالو ټول شخصي معلومات ثبت وي.

د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر دا کار د کډوالو لپاره د اسانچارۍ یو بل ګام یاد کړی دی.

د شمېرو له مخې پاکستان کې شااوخوا درې نیم میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې دوی کې یې یوازې نژدې یو نیم میلیون د اوسېدو قانوني اسناد لري.