د عبدالله عبدالله په مشرۍ افغان پلاوی روسیې ته ورسېد

عبدالله عبدالله او د ورسره پلاوي یو شمېر غړي د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر عبدالعزیز کاملوف سره په تاشکند کې د لیدنې پر مهال

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او ټاکل شوی پلاوی د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره روسیې ته ورسېدل.

په دې غونډه کې چې د مسکو په بلنه سبا/ د مارچ ۱۸مه پیلېږي، د افغانستان د سولې بهیر او دې هېواد ته د تلپاتې ثبات پر لارو چارو خبرې کېږي.

د ولسي جرګې د دارالانشأ لوی رئیس عبدالقادر ځاځي وطندوست ازادي راډیو ته وویل چې دا پلاوی به په یوه واحد دریځ په دې غونډه کې برخه واخلي.

ښاغلی وطندوست زیاتوي: "دریځ به دا وي چې د نظام ملاتړ به کوي او د افغانستان د خلکو د هغو غوښتنو پر اساس چې د سولې په اړه دي، غږ به کوي."

د دغه ۱۲ کسیز افغان پلاوي مشري ښاغلی عبدالله کوي. د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، په دوحه کې د افغانستان دولت د سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی، یو شمېر نورې سیاسي څېرې د دې پلاوي نور غړي دي.

دې غونډې ته د طالبانو استازو ته هم بلنه ورکړل شوې چې هغوی د ګډون ژمنه کړې وه.

دا غونډه د روسیې، امریکا، چین، پاکستان او افغانستان د لوړپوړو ډیپلوماتانو ترمنځ جوړېږي.

بل‌خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه به په دوحه کې د بین‌الافغاني خبرو ځای ونه‌نیسي.

دا خبره د دې وزارت مرستیال ویاندې جلېنا پورتر «Jalina Porter» پرون په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وکړه.