د میانمار له خلکو د ملګرو ملتونو غوښتنه: د پوځ د جرایمو شواهد راټول کړئ

میانمار کې د امنیتي ځواکونو له لوري د اعتراض کوونکو نیول

د ملګرو ملتونو پلټونکو د برما/ میانمار له خلکو غوښتي چې هر هغسې شواهد راټول کړي چې دوی یې د عامو اعتراض کوونکو پر وړاندې د پوځ له لوري جرایم ګڼي.

دغه اعتراضونه وروسته له هغه راپورته شول چې پوځ تېره میاشت د میانمار پر حکومت کودتا وکړه او د هېواد مشره انګ سان سوچي یې توقیف کړه.

یادې مظاهرې وروسته په تاوتریخوالي واوښتې چې د بشري حقونو د فعالانو په خبره لږترلږه ۱۸۰ کسان په‌کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو پلټونکې ډلې مشر نیکولاس کومیان نن په یوې اعلامیه کې ویلي چې دا شواهد به د برما د پوځ د مشرانو پر وړاندې دوسیو جوړولو کې وکارول شي. دی وایي دغو پوځیانو د معترضینو د خورولو لپاره له امنیتي ځواکونو کار اخیستی دی.

اعتراض کوونکي د مېرمن سوچي خوشې کېدل او د ملکي حکومت بېرته راګرځول غواړي.