د افغانستان د کلیو او بیارغونې وزارت د یو نوي پروګرام د پلي کېدو خبر ورکوي چې لارې به یې نږدې ١،١ میلیونه وچکالي ځپلو کسانو ته د کار زمینه برابره وي.
د دغه وزارت ویاند محمد رفیق جنبش نن چهارشنبه (د کب ۲۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه پروګرام د نړېوال بانک د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په مالي لګښت پلی کېږي.
د انعطاف په نوم دغه لویه پروژه به د روان ۱۴۰۰ کال د ثور په میاشت کې پیل شي.
ښاغلی جنبش وایې چې د دغې پروژې له لارې به وچکالۍ ځپلو ۸۵ زرو کسانو سره نغدي مرستې وشي او نږدې یو عشاریه یو میلیون کسانو ته به کاري زمینې هم برابرې شي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په وینا دغه پروګرام به د هېواد په ۱۵ ولایتونو (بدخشان، بادغیس، بامیان، غزني، دایکنډي، غور، جوزجان، کندهار، لغمان، نورستان، پکتیا، سمنګان، سرپل، ارزګان، زابل) کې پلی شي چې ۷۸ ولسوالۍ او ۷۳۱۶ شوراګانې به تر پوښښ لاندې نیسي.