د ارمنستان-اذربایجان د شخړو سیاسي حل ته د نویو لارو چارو غوښتنه

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر ارا ایوازیان د سوېډن د بهرنیو چارو له وزیرې ان لېندې سره

ارمنستان وایي، له اذربایجان سره د نګورنو قره باغ پر سر د دې هېوادونو د شخړو د ختمېدو هر ډول سیاسي حل لاره، باید د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په چوکاټ کې ترسره شي.

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر ارا ایوازیان دا خبره پرون سې شنبه (د کب ۲۶مه) د سوېډن د بهرنیو چارو له وزیرې ان لېندې سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړه.

مېرمن ان لېندې دا مهال د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان مشري هم کوي.

ښاغلي ایوازیان وویل چې دوی د ارمنستان، اذربایجان او روسیې ترمنځ هغه درې اړخیزه تړون، د شخړو یوه مؤقته حل لاره ګڼي.

دا تړون د نوومبر په ۹ مه نګورنو قره باغ کې د جګړو د ختمېدو لپاره شوی وو.

ان لېندې چې د مارچ په ۱۵مه د ارمنستان پلازمېنې یریوان ته ورسېده، وویل چې د سفر هدف یې په نګورنو قره باغ سیمه کې د شخړو د هواري لپاره پر یوې دایمي لارې خبرې کول دي.

نګورنو قره باغ سیمه تېر میلادي کال د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د شپږو اونیو نښتو شاهده وه چې نژدې پنځه زره کسان په کې ووژل شول.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې تر توافق وروسته چې د مسکو په منځګړیتوب لاسلیک شو ، په سیمه کې د روسیې سوله ساتي ځواکونه ځای پرځای شو، څو د اوربند څارنه وکړي.