له ایرانه افغانستان ته ۳۰۳ افغان زندانیان را انتقال شول

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، څه باندې درې سوه افغان وګړي چې په ایران کې بندیان وو، د کابل او تهران ترمنځ د بندیانو د انتقال د موافقې له مخې افغانستان ته ولېږدول شول.

دغه وزارت پرون سې شنبه (د کب ۲۶مه) په یوې اعلامیې کې وویل چې ۳۰۳ افغان بندیان چې دولس یې ښځې دي، د ایران د درېیو بېلابېلو زندانونو څخه د یکشنبې په ورځ له دوغارون سرحد څخه افغانستان ته انتقال شول.

په اعلامیه کې د دغو کسانو د نیول کېدو دلایل نه دي روښانه شوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د انتقال دوهمه مرحله وه چې عملي شوه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا په لومړۍ مرحله کې ۳۰۶ افغان بندیان د روان لمریز کال د کب په ۲۰ مه د اسلام قلعه له لارې افغانستان ته ولېږدول شول چې دې سره له ایرانه افغانستان ته د لېږدول شوېو افغان بندیانو شمېر۶۰۹ تنو ته ورسېد.

دا وزارت نه دي ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو د انتقال راتلونکې مرحله به څه وخت ترسره شي.