د امریکا بهرنیو چارو وزیر: د برما پوځ له مظاهره‌چیانو سره وحشیانه چلند کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن په توکیو کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال

د امریکا متحده ایالاتو د برما پوځ تورن کړ چې له سوله‌ییزو مظاهره‌چیانو سره‌یې وحشیانه چلند کړی دی او ډېر کسان له یانګون ښاره د امنیتي ځواکونو د بد چلند له امله وتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن په توکیو کې د برما پوځ دوه ورځې وروسته تر دې وغانده چې له اعتراض کوونکو سره د امنیتي ځواکونو د اخ‌وډب پر مهال لږ تر لږه ۷۴ کسان ووژل شول.

ښاغلي بلېنکن وویل، په برما کې پوځ غواړي چې د ډیموکراتیکو انتخاباتو نتیجه بدله کړي او په ظالمانه ډول سوله‌ییز مظاهره‌چیان وځپي.

په برما کې د تېرې میاشتې په پيل کې پوځ د هېواد مشره انګ سان سوچي ونیوله، حکومت‌یې ړنګ کړ او له هغه وخت راهیسې په دې هېواد کې مظاهرې روانې دي، اعتراض کوونکي د انګ سان سوچي د خوشې کېدو او ډیموکراتیک حکومت ته د واک د بېرته ورسپارلو غوښتنه کوي.