د افغانستان د سولې پروسې په اړه د مسکو غونډې لپاره د افغان حکومت د پلاوي نوملړ خپور شو.
د افغان حکومت مرکچي پلاوي یوې سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړه هغه پلاوی چې د مسکو غونډې ته ځي نوملړ یې په لاندې ډول دی:
- د ملي مصالحې د شورا رئیس عبدالله عبدالله
- د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني
- د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
- د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم
- د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوانی دوهم مرستیال محمد کریم خلیلي
- د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار
- د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري
- د افغان سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی او غړي یې؛
- متین بېک
- احمد نادر نادري
- حبیبه سرابي
- د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار
افغان حکومت په رسمي ډول په دې اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.