په پام کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د مسکو په کنفرانس کې ګډون وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې جالینا پورتر پرون شپه په یوه خبري غونډه کې د مسکو په کنفرانس کې د خلیلزاد د ګډون خبر ورکړ.
نوموړې وویل، د مسکو غونډه د هغو نړیوالو هڅو تکمیلوونکې ده چې د افغانستان د سولې د بهیر د ملاتړ برخه کې کار کوي او ښيي چې نړیواله ټولنه دې برخه کې تر دې دمه د شوي پرمختګ په برخه کې اندېښمن دي.
د مسکو په غونډه کې د خلیلزاد د ګډون پلان ښيي چې امریکا او روسیه چې دواړه په افغانستان کې د یوه مؤقت حکومت جوړېدل غواړي په نورو برخو کې له ژور اختلاف سره سره ښايي په افغانستان کې د سولې په برخه کې په ګډه کار وکړي.
افغان حکومت او طالبانو هم په دې غونډه کې د ګډون پرېکړه کړې.
د دولتي پلاوي مشري به د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله او د طالبانو د پلاوي مشري به په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وکړي.