۲ امریکايي وزیران خپل جاپاني سیالانو سره د اتحاد پر پیاوړتیا غږیږي

د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران انتوني بلېنکن او لوېډ اسټن د جابان له صدراعظم سره

په پام کې ده چې د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران انتوني بلېنکن او لوېډ اسټن نن سې شنبه (د کب ۲۶مه) په توکیو کې له خپلو جاپاني سیالانو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اتحاد پر پیاوړتیا خبرې وکړي.

دا د ولسمشر جوبایډن د کابینې د دوو مهمو وزیرانو لومړی بهرنی رسمي سفر دی.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر پرون دوشنبه وویل، په دې خبرو کې به ډېر تمرکز پر چین وي چې په اندو- پسفیک سیمه کې مخ پر زیاتېدو نفوذ یې اندېښنې پارولې دي.

توشي میڅو موتېګي زیاته کړه چې جاپان او متحدایالاتونه به د روان وضعیت د بدلولو په هدف د چین د یو اړخیزو اقداماتو پر وړانډې ګډ قاطع دریځ خپل کړي.

بلېنکن او اسټن هم د چین په اړه چې د دوی په وینا د خپلو اهدافو لپاره د ګواښ کارولو ته سخته لېوالتیا لري، د خبرو اهمیت تایید کړی دی.