ملګرو ملتونو د سوریې د کړکېچ حل لپاره نوی نړیوال فارمټ غوښتی

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګایر پېډېرسين

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګایر پېډېرسين د سوریې د کړکېچ د سیاسي حل د بیا پیل لپاره د نوي نړیوال فارمټ غوښتنه کړې.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د سوریې د کورنۍ جګړې لسم کال پوره شوی.

ښاغلي پېډ ېرسېن پرون د مارچ په ۱۵مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې انلاین غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په نوېو هڅو کې باید متحد ایالات، اروپايي ټولنه، ایران، ترکیه او عربي هېوادونه ګډون ولري.

هغه زیاته کړه چې د سوریې د لس کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره نړیواله ډيپلوماسي ډېره مهمه ده.

پېدېرسېن وویل، دا ډېره مهمه ده چې یو نوی فارمټ یا جوړښت رامنځته شي څو هغه هېوادونه چې د سوریې په کړکېچ کې نفوذ لري، یوځای سره راټول شي.

اوس مهال روسیه، ایران، ترکیه او متحد ایالات په سوریه کې پوځي حضور لري او تمه ده چې په نوېو هڅو کې به هم دوی ګډون ولري.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل چې په نوي فارمټ کې باید د امنیت شورا درېیو نورو غړو، بریتانیا، فرانسې او چین ته هم ونډه ورکړل شي.