پولیس: غور کې روح الله نومی ځوان په مرموز ډول وژل شوی

ارشیف، د غور مرکز فیروز کوه

د غور ولایت پولیس په دغه ولایت کې د روح الله په نوم د یوه ځوان د مرموزې وژنې خبر ورکوي.

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالقادر ولیزاده پرون دوشنبه (د کب ۲۵مه) ازادي راډیو ته وویل، دغه ځوان درې ورځې مخکې له فېروزکوه ښاره ورک شوی و چې مړی یې د یکشنبې ماښام د پولیسو له خوا د خلکو په مرسته وموندل شو.

ښاغلي وليزاده زیاته کړه: "د سیمې د خلکو په مرسته تر پلټنې وروسته په اخته خانه سیمه کې د دغه ځوان مړی او موټر پیدا شول. قضیه د پولیسو له خوا څېړل کېږي."

د وژل شوي ځوان د کورنۍ غړي وايي، دغه ځوان چې ازاد کار و بار یې کاوه، له چا سره دښمني نه درلوده.

دوی ویلي چې د دغه ځوان پر بدن د شکنجنې نښې لیدل شوي دي.