‎د افغانستان دفاع وزارت له ګډ محاربوي ښوونیز مرکز ۱،۰۵۷ سرتېري فارغ شول

د افغانستان دفاع وزارت له ګډ محاربوي ښوونیز مرکز د سرتېرو فراغت غونډه

‎د افغانستان دفاع وزارت له ګډ محاربوي ښوونیز مرکز څخه ۱،۰۵۷ تنه سرتېري فارغ شول.

‎دغه سرتېري چې ۱۰۲ ښځینه او ۹۵۵ تنه نارینه دي، له ۱۲ اوونیو پوځي بنسټیزو زده‌کړو وروسته، نن په کابل کې فارغ شول.

‎د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د ارکان رئیس حبیب حصاري چې په دغې فراغت غونډه کې ګډون کړی و، د دغو سرتېرو ترسره کړې زده‌کړې یې په اوسنیو شرایطو کې مهمې وبللې.

‎دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د پلازمېنې په ګډون یو شمېر ولایتونو کې امنیتي پېښو بېرته زور اخیستی دی او په وروستیو څو امنیتي پېښو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.