میانمار کې یوه بله خونړۍ ورځ؛ پرون ۱۴ مظاهره‌چیان ووژل شول

میانمار کې د پوځ ضد مظاهرې

په میانمار یا پخوانۍ برما کې پرون پر مظاهره‌چیانو د امنیتي ځواکونو د فشارونو په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان ووژل شول.

په دغه هېواد کې دغه پراخې مظاهرې تېره میاشت تر پوځي کودتا وروسته پیل شوې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه ۱۴ مظاهره‌چیان د یانګون ښار په یوه غریب­ مېشته سیمه کې وژل شوي او تر دې مخکې ۳ نور کسان د میانمار په نورو برخو کې وژل شوي وو.

پرونۍ ورځ، د فبرورۍ میاشتې له لومړۍ نېټې چې پوځي کودتا شوې او مظاهرې روانې دي، په دغه هېواد کې یوه له خونړیو ورځو ګڼل کېږي.

دولتي ټلوېزیون وايي چې د اخ‌وډب پر مهال یو پولیس هم وژل شوی دی.