سریلانکا بورقع منع کړه او زر مدرسې یې بندې کړې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

سریلانکا پرون شنبه (د کب ۲۳مه) بورقع منع کړه او څه باندې زر مدرسې یې بندې کړې.

د سریلانکا د عمومي امنیت وزیر سارات ویراسیکر په یوه خبري غونډه کې وویل چې په کابینه کې پرېکړه شوې چې د مسلمانو ښځو د مخ پر پټولو بندیز ولګول شي.

ده د سریلانکايي مسلمانو ښځو په منځ کې بورقه یو نوی وارداتی شی او د سختدریځۍ نښه وبلله.

په دې بندیز کې د سر پټول شامل نه دي.

ښاغلي ویراسیکر وویل چې دا پرېکړه ملي امنیت ته د خطرونو له کبله شوې ده.

وروسته له دې چې په ۲۰۱۹ میلادي کال د سریلانکا په هوټلونو او کلیساوو کې بمي چاودنو تر ۲۵۰ زیات کسان ووژل، د دغه هېواد حکومت د لنډې مودې لپاره بورقع منع کړې وه.

د سریلانکا د عمومي امنیت وزیر وايي چې حکومت غواړي چې په سرلانکا کې تر زرو ډېرې اسلامي مدرسې بندې کړي.