افغان ولسمشر له جنرال مک کېنزي سره پر سوله غږېدلی

ولسمشرغني

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان جنرال مک کېنزي سره د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، پرون مازدېګر دواړو خواوو د افغانستان د سولې د پروسې ترڅنګ د افغانستان د امنیتي وضعیت او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په اړه هم خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو خواوو د تاوتریخوالو پر زیاتېدو اندېښنه وښوده.