د کندهار او کندز لوبډلې د وزلوبې د دوهم ملي لیګ اتلولي وګټله.
د افغانستان د وزلوبې فدراسیون رئیس سیف الدین تندغان نن یکشنبه (د کب ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې کندهار او کندز ټیمونه د وزلوبې ملي لیګ پای لوبې ته لاره پیدا کړې وه چې دواړه ټیمونه سره مساوي شول او د لوبې ګټوونکي لوبډلې اعلان شوې.
د نوموړي په خبره، دا لوبې چې اووه ورځې یې دوام وکړ د څلورو زونونو ترمنځ د ١٦ ولایتونو د چاپ اندازانو ترمنځ وشوې.