د پلچرخي بندیانو ترمنځ شخړه کې یو تن وژل شوی او ۴ نور ټپیان دي

آرشیف، په کابل کې د پلچرخي زندان

د محبسونو د تنظیم اداره وايي، تېره شپه د پلچرخي محبس د اووم او شپږم بلاک د بندیانو ترمنځ په شخړه کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او ۴ نور ژوبل دي.

د دې ادارې ویاند فرهاد بایاني ازادي راډیو ته وویل چې د دوو ټپیانو حالت ښه نه وو او د ډاکترانو په سپارښتنه د درملنې لپاره د پولیسو روغتون ته وړل شوي دي.

ده د وژل شوي کس او د شخړې د علت په اړه څه ونه ویل.

د راپورونو له مخې دا نښته پرون شنبه (د کب ۲۳مه) ماښام وشوه او د پولیسو د مداخلې په نتیجه کې پای ته ورسېده.