ننګرهار چارواکي: له۱۸۰ فارمونو هرکال ۶۰ ټُنه کبان بازار ته وړاندې کېږي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په ننګرهار کې د کبانو د روزنې له څه باندې ۱۸۰ فارمونو څخه هرکال د کبانو ۶۰ ټُنه غوښه بازار ته وړاندې کېږي.

د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل، دغه فارمونه د ځینو غیر دولتي ادارو په مالي مرسته جوړ شوي دي: "د بېلابېلو همکارو موسسو له لوري د ننګرهار په بهسودو، سره رود، کامې، ګوشتې، مومندرې، کوز کونړ، لعلپورې او بټي کوټ ولسوالیو کې دغه فارمونه جوړ شوي دي. هڅه کوو پر ځان د بسیاینې لپاره په دې برخه کې نوره پانګونه هم وکړو."

د والي ویاند وايي، په دغو فارمونو کې د کارپ، ګراس، سلور، لاهو او موري په نومونو کبان روزل کېږي.