کابل کې ۱۳ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ۱۳ تنه د جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ نن شنبه (د کب ۲۳مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کسان د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه د اُپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.

پردغو کسانو د وسله والو غلاوو، وژنې، د غیرقانوني وسلو د لېږد او داسې نور تورونه پورې دي.

اعلامیه زیاتوي چې له دغو کسانو څخه څلور میله وسله هم ترلاسه شوې ده.