زابل چارواکي: کلات کې هاوان مرمۍ ۲ ماشومانې ووژلې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د زابل په مرکز کلات کې د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د زابل امنیه قوماندان حکمت الله کوچي وویل چې د جمعې (د کب ۲۲مه) په ورځ د کلات اړوند په نورک سیمه کې د پولیسو پر قرارګاه د هاوان درې مرمۍ ویشتل شوي چې د ده په خبره دوه مرمۍ په قرارګاه کې دننه لګیدلي او یوه بله یې له قرارګاه بهر پر ملکي کورونو لګیدلې ده.

د ښاغلي کوچي په خبره دې پېښه کې دوه ماشومې نجونې وژل شوي او درې ماشومان ټپیان دي.

نوموړی وایي چې دا هاوان مرمۍ د طالبانو له لوري ویشتل شوي، خو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.