نورستان کې د ۱۳۰ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړېږي

ارشیف، نورستان کې یو ښوونځی چې ودانۍ نه لري

په نورستان ولایت کې د ۱۳۰ ښوونځیو لپاره ودانۍ جوړېږي.

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند تېر ماښام ازادي راډیوته وویل چې اوسمهال د ۲۹ ښونځینو د ودانیو کار پیل شوی دی.

اژند زیاته کړه: " اوس مهال د ۲۹ ښونځیو د جوړېدو چارې دوام لري او په تدریج سره به هغه ۱۳۰ ښوونځي چې ژمنه یې شوې، د نورستان ولایت لپاره جوړ شي. هیله لرو چې په ۱۴۰۰ کال کې دا پروژه بشپړه او د نورستان د پوهنې ته څانګې ته وسپارل شي."

د دې پروژې لګښت نړیوال بانک ورکوي.

ښاغلی اژند وایي، دا مهال په ټول افغانستان کې د ۲۶۴۷ ښونځیو د ودانیو د جوړېدو کار روان دی.