روانه اوونۍ د ایران پر یوې بار وړونکې کښتۍ تروریستي برید شوی

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ایران رسنیو د یوې دولتي کمپنۍ په حواله راپور ورکړی چې د دوی پر یوې بار وړونکې کښتۍ روانه اوونۍ د مدیترانې په اوبو کې تروریستي برید شوی.

دا راپور پرون د مارچ په ۱۲مه خپور شو.

په راپور کې د ایران د کښتۍ چلونې لیکو د ډلې ویاند علي غیاثیان له قوله ویل شوي چې دا کښتۍ له ایرانه اروپا ته پر لاره وه چې د مارچ پر لسمه د کښتۍ پر بدنه چاودنه وشوه.

نوموړي ویلي چې د چاودنې له کبله اور ولګېد چې ژر بېرته کنټرول شو.

ایراني چارواکي وایي، د کښتۍ د تخریب شوې برخې تر ترمیم وروسته بېرته خپل سفر ته دوام وکړي.

په راپور کې ویل شوي چې په دې پېښه کې چا ته زیان نه دی رسیدلی.

ښاغلي غیاثیان دا یوه تروریستي پېښه او د سمندري غلاوو یوه بېلګه بللې، خو دا یې نه دي ویلي چې دا کار چا کړ؟

دا پېښه داسې مهال شوې چې شااوخوا دوه اوونۍ دمخه اسرائیل ایران تورن کړ چې د فبرورۍ پر ۲۵یې په عمان خلیج کې د اسرائیل پر یوې بار وړونکي کښتۍ په برید کې لاس لري، خو تهران دا تور رد کړ.