یوې ګرجستانۍ پېغلې چې د سر ویښتان یې تویې شوي وو څه وکړل؟

Your browser doesn’t support HTML5

ټټو؛ د یوې ګرجستانۍ لپاره د ځان منلو او پر ځان د باور نښه 'ننو مېکاوتاډځي' وروسته له هغې چې د سر ټول ویښتان یې تويې شول کلونه خپل سر په ټېکري پټاوه، خو اخر یې پرېکړه وکړه چې پر خپل سر د خالکوبۍ په وسیله ګلان رسم کړي او نور په عامه ځایونو کې خپل سر له خلکو پټ نه کړي.
دې ګرجستاني ټبرې نجلۍ وايي، دې کار مرسته وکړه چې ځان هماسې چې ده، ومني.

نور په دې ویډیويي راپور کې وګورئ: