د افغانستان په ۱۶ ولايتونو کې د نشهيي موادو ۲۷ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي نيول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين ازادي راډيو ته وويل: "له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د نشهيي موادو د ساتلو او خرڅلاو پر سيمو عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۲۷ قاچاق کوونکي او خرڅوونکي ونيول شول."
له دې نيول شويو خلکو سره تر ۳۰ کيلوګرامو ډېر نشهيي مواد، لکه هيروئين، ښیښه، ټابلېټ کا ګولۍ او شراب نيول شوي دي.