افغانستان کې نږدې ۵۰ قاچاق کوونکي په بند محکوم شول

ارشیف

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز نږدې ۵۰ قاچاق کوونکي په بند باندې محکوم کړل.

د عدلي او قضايي مرکز ابتدائيه او استېناف محکمو د خپلو علني غونډو به ترڅ کې د نشه‌يي موادو د قاچاقو د ۳۴ قضيو په نتيجه کې ۴۹ قاچاق کوونکي له دوو څخه نيولې بیا تر ۱۶ کالو پورې په بند باندې محکوم کړل.

د عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد ازادي راډيو ته وويل، محکوم شوي قاچاق کوونکي امنيتي ځواکونو له ۲۱۸ کیلوګرامو هیروئینو، ۲۲ کیلوګرامو ښیښې، ۴۶۲ کیلوګرامو چرسو او ۱۷۸ کیلوګرامو خاشخاشو سره نيولي وو.