په پکتیا کې یو څارنوال د مرکز ګردېز اړوند لومړۍ امنیتي حوزه کې وژل شوی دی.
د پکتیا والي محمد حلیم فدایي نن رسنیو ته د دې پېښې په تړاو وویل: "د پکتیا استېناف څارنوالۍ څارنوال شهید حسنیار خپل کلي خطابه کې د شپې ۱۱ بجو شاوخوا کې د ترورېستانو له لوري شهید شوی دی."
والي زیاته کړه چې قاتلان تښتېدلي دي او کشفي او امنیتي ځواکونه د هغوی د موندلو په لټه کې دي.
د دې پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.