د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د روسیې او د سیمې د هېوادونو ونډه د افغانستان د سولې په بهیر کې مهمه ده.
د دې وزارت ویاند نېد پرایس په واشنګټن کې د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونو ته د افغان سولې ګټه رسېږي.
ښاغلی پرایس زیاتوي: "د انصاف خبره دا ده چې ووایو، موږ د روسیې او د سیمې هېوادو ونډه د افغانستان په امن او ثبات کې مهمه ګڼو. پخوا مو هم له روسیې سره د افغان سولې د ملاتړ په هدف له روسیې سره کتلي دي، خو د اوس لپاره داسې د کومې غونډې خبره نهشته چې له تاسو سرهیې شریکه کړم."
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې راتلونکې پنجشبه به د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه وي.
یو شمېر افغان چارواکو او سیاستوالو ته په دې غونډه کې د برخې اخیستنې بلنې ورکړل شوې دي، خو تر اوسه چا په دې غونډه کې د ګډون خبره رسماً نهده تأیید کړې.