د افغانستان ولسي جرګې غړې فاطمه عزیز مړه شوه

د افغانستان ولسي جرګې غړې فاطمه عزیز

د افغانستان ولسي جرګه کې د کندز استازې فاطمه عزیز د سرطان ناروغۍ له امله مړه شوه.

د فاطمه عزیز د کورنۍ غړي او خپلوان تأییدوي چې مېرمن عزیز نن سهار (جمعه د کب ۲۲مه) د سویس په یوه روغتون کې مړه شوه.

د افغانستان د ولسي جرګې د دارالانشاء رئیس عبدالقادر ځاځي د فاطمه عزیز مړینه د افغانستان لپاره یوه ضایعه وبلله.

ده وویل: "د ولسي جرګې یوه محبوبه استازې ډاکتر فاطمه عزیز نن د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوه."

د افغانستان جمهوري ریاست او د ولسي جرګې یو شمېر غړو د فاطمه عزیز پر مړینه خواشیني ښودلې ده.

فاطمه عزیز د خپلې مړینې پر مهال ۴۷ کلنه وه، هغې دوه دورې په ولسي جرګه کې د کندز ولایت د استازې په توګه دنده ترسره کړه.

مېرمن عزیز د نسايي ولادي ډاکترې په توګه هم ۱۲ کاله کار کړی و.