پاکستان بیا پر ټیک‌ټاک بندیز ولګاوه

ټیک‌ټاک اپ

د پاکستان د مخابراتو د تنظیم ادارې یو وار بیا ټیک‌ټاک اپ چې د چین دی او لنډې وېدیوګانې خپروي، بند کړ.

دې ادارې وروسته له دې پر ټیک‌ټاک بندیز ولګاوه چې یوې محکمې امر وکړ چې دا اپ بې‌حیايي خپروي او باید منع شي.

د پاکستان د مخابراتو د تنظیم ادارې یا پي ټي اې پرون (پنجشنبه) وویل، ټیک‌ټاک یې د پېښور د لوړې محکمې له حکم سره سم بند کړی دی.

د پېښور محکمې ویلي چې دا حکم‌یې د خلکو د عریضې پر اساس کړی دی.

د تېر کال په اکټوبر کې هم د پاکستان د مخابراتو د تنظیم ادارې ټیک‌ټاک بند کړ، خو ۱۰ ورځې وروسته‌یې بېرته بندیز لیرې کړ.