ملګري ملتونه: لسګونه ملیونه انسانان به د سختې لوږې له خطر سره مخ شي

د ملګرو ملتونو نښان

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، لسګونه ملیونه انسانان به ګڼو هېوادونو کې تر ډېره حده د شخړو له کبله د سختې لوږې له خطر سره مخامخ شي.

ګوترش دا خبره پرون د امنیت شورا د لوړې کچې غونډې ته وکړه، ویې‌ویل چې له فوري اقدامه پرته به ملیونونه انسانان په لسګونو هېوادونو کې له سختې لوږې او مرګ سره مخامخ شي.

سرمنشي وویل، تر ۳۰ ملیونه ډېر خلک په څه باندې ۳۶ هېوادونو کې د لوږې د اعلان په درشل کې دي.

د ده په وینا، سره له دې چې تر ډېره جګړې د لوږې سبب دي، خو اقلیمي بدلون او د کرونا وبا هم ورسره مرسته کړې ده.

ساحل، د افریقا ښکر، جنوبي سوډان، یمن، او افغانستان د هغو هېوادونو په منځ کې دي چې د لوږې خطر په‌کې تر ټولو زیات دی.