لوېدیځو هېوادونو د یمن پر مارب ښار د حوثي یاغیانو حمله وغندله

ارشیف، په یمن کې پر یوې سیمې د حملې لوګي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون (پنجشنبه) وویل، لوېدیځو هېوادونو په یوه اعلامیه کې پر مارب ښار د حوثي یاغیانو حمله غندلې ده.

په دې اعلامیه کې راغلي چې د فرانسې، جرمني، ایټالیا، بریتانیا او امریکا حکومتونه د یمن پر مارب ښار د حوثیانو پرله‌پسې بریدونه او همداراز پر سعودي عربستان د دې ډلې حملې غندي.

حوثي یاغیانو له تېرې میاشتې راهیسې د مارب ولایت د نیولو لپاره حملې پیل کړې دي.

دا ستراتېژیکه سیمه د یمن په شمال کې د دولتي ځواکونو وروستۍ اډه ګڼل کېږي.