۲۰۵ اتل قول اردو تأیید کړې ده چې د دې قول اردو د لومړۍ پلې لوا قوماندان ډګروال مزمل ساپی د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
د اتل قول اردو درستیزوال برید جنرال عبدالمتین حسنخېل رسنیو ته ویلي چې ډګروال ساپی تېره شپه له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ووژل شو. ښاغلي حسنخېل په دې اړه نور جزئیات نهدي ورکړي.
د کندهار په پنجوایي، ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې جګړه روانه ده.