جرمني د منځني ختیځ په اړه د واشنګټن د نوي سیاست هرکلی کړی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس پرون پنجشنبه په پاریس کې وویل امریکا د فلسطینیانو او اسرائیل د کړکېچ په مسئله کې د دوو دولتونو د تأسیس حل لاره غواړي. هغه زیاته کړه چې دا د جرمني لپاره هیله بخښونکې خبره ده.
ښاغلي ماس دا څرګندونې د فرانسې د بهرنیو چارو په وزارت کې په هغه غونډه کې وکړې چې د فرانسې، مصر او اردن د بهرنیو چارو وزیران هم پهکې حاضر وو.
د دې څلورو هېوادونو په ګډون ډله په فبرورۍ میاشت کې د مونشن په امنیتي کنفرانس کې جوړه شوه او تر اوسهیې څو ځلې غونډې کړې دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان لودریان څو ځلې د منځني ختیځ د کړکېچ د حل لپاره د کوچنیو ګامونو د یوې پالېسۍ د جوړېدو غوښتنه کړې.