د امریکا سنا جرګې مریک ګارلنډ چې د ولسمشر بایډن له لوري د لویې څارنوالۍ او عدلیې وزارت څوکیو ته نومول شوی و، تأیید کړ.
ده پرون د ۳۰ مخالفو رایو په وړاندې په ۷۰ موافقو رایو د سنا جرګې تأیید ترلاسه کړ.
د سنا جرګې د اکثریت مشر مچ مککانل د جمهوريپال ګوند یو له ۲۰ سناتورانو څخه و چې ۶۸ کلن ګارلنډ تهیې مثبته رایه ورکړې.
مککانل په ۲۰۱۶ کال د سترې محکمې د رئیس په توګه د ګارلنډ د نومونې مخه نیولې وه.