د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې، یونېسف نن (پنجشنبه) خبرداری ورکړ چې په تېر یوه کال کې د ماشومانو د ودې او پرمختګ درستو شاخصونو شاتګ کړی او دا چاره به د کوچنیانو او زلمکو پر یوه نسل پاېیدونکی اغېز ولري.
یونېسف دا اعلان پوره یو کال وروسته له دې وکړ چې د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا ویروس نړیواله وبا اعلان کړه.
د یونېسف په وینا په دې یوه کال کې که څه هم کرونا پر ماشومانو مستقیم اغېز نهدی کړی، خو ښوونځي بند وو او بېوزلي، جبري ودونه او پرېشاني زیاته شوې ده.
د یونېسف عمومي رئیسې هنریتا فور ویلي د کرونا وبا د خپرېدو په موده کې د ماشومانو لپاره د زدهکړو، روغتیايي خدماتو او خوراکي موادو په شان اسانتیاوې کمې شوې دي.