چارواکي: ایران افغان حکومت ته ۳۰۶ زندانیان وسپارل

د ایران او افغانستان ګډ بیرغونه

د هرات چارواکي وایي، د ایران دولت افغان حکومت ته ۳۰۶ زندانیان وسپارل.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې د زندانیانو دا تبادله پرون چهارشنبه (د کب ۲۰مه) په اسلام کلا بندر کې وشوه.

فرهاد وایي، دغه زندانیان به د حبس پاته موده په افغانستان کې تېروي.

دا چې د دغو کسانو جرمونه څه دي؟ په دې اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.

ایران او افغانستان تر خپله منځه د یوې موافقې له مخې د زندانیانو تبادله کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي، یو شمېر نور افغان بندیان به د راتلونکې اوونۍ د دوشنبې په ورځ له ایران څخه افغانستان ته ولېږدول شي.

دې وزارت دا خبره نن په یوه خبرپاڼه کې کړې، خو دا یې نه‌دي ویلي چې څومره نور بندیان به د ایران له لوري افغانستان ته وسپارل شي.