بامیان کې د بودا د مجسمو د ویجاړېدو شل کاله پوره شول

بامیانو کې د بودا مجسمه

په بامیان کې د بودا د مجسمو د ویجاړېدو شل کاله پوره شول.

طالبانو شل کاله پخوا د ۱۳۷۹ لمریز کال د کب په همدې ورځ د بودا دوې سترې مجمې شمامه او صلصال، چې یوه ۵۵ متره او بله ۲۵ متره لوړه وه، ونړولې.

د طالبانو دا کار په پراخه پیمانه د افغانانو او نړیوالو له لوري وغندل شو.

له تېرو ۹ کلونو راهیسې یوه کلتوري ډله د بودا د مجسمو د ویحاړېدو د کالیزې په مناسبت د مجسمې په ځای کې غونډې جوړوي او د لرغونو اثارو د ساتنې پر اهمیت ټینګار کوي.