د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو نن پنجشنبه(د کب ۲۱مه) په لومړي ځل متحده عربي اماراتو ته د دغه هېواد په رسمي بلنه ابوظبۍ ته ځي.
دا به په تېرو شپږو میاشتو کې د دوو هېوادونو د اړیکو له عادي کېدو وروسته متحده عربي اماراتو ته د اسرائیلي صدراعظم لومړنی سفر وي.
نتانیاهو په وروستیو میاشتو کې څو ځلي په ضمني ډول ویلي و چې د اړیکو تر عادي کېدو وړاندې هم متحده عربي اماراتو ته تللی او د دغه هېواد له مشرانو سره یې لیدلي دي.
د اسرائیل د صدراعظم دفتر تایید کړې چې نتانیاهو به د رسمي مېلمه په توګه د متحده عربي اماراتو له امیر محمدبن زاید سره وویني.
ویل کېږي چې د نتانیاهو دا سفر به ډېر لنډ وي او یوازې به د درېيو ساعتونو په مخه وي.