له الکترونيکي تذکرو پرته د پاسپورټ پر صادرولو بندیز ولګېد

افغانستان کې د یوه تن الکترونیکي تذکره

د افغانستان د پاسپورټ ریاست وايي، نور یوازې د الکترونیکي تذکرو لرونکو ته پاسپورټ صادروي.

د دغه ریاست له لوري په یوه خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبه (د کب ۲۰مه) خپره شوه، راغلي چې نور به هېچا ته له الکترونیکي تذکرې پرته پاسپورټ ورنه‌کړي.

تر دې وړاندې د احصائیې ملي ادارې په کابل کې ویلي و چې د کاغذي تذکرو د ورکړې بهیر یې درولی دی.

د پاسپورټ ادارې په داسې حال کې د پاسپورټ ورکړه له الکترونیکي تذکرو سره مشروطه کړې چې لا هم د افغانانو لوی اکثریت الکترونیکي تذکرې نه‌لري.