د یونان یوې محکمې ۲ افغانان تېرکال په لېسبوس ټاپو کې د کډوالو کمپ ته د اور ورته کولو په جرم په ۵ کاله بند محکوم کړل.
د محکوم شوېو افغان پناه غوښتونکو مدافع وکیلانو پرون چهارشنبه (د کب ۲۰مه) ناوخته فرانس پرېس خبري اژانس ته وویل چې محکمې دا پرېکړه د سې شنبې په ورځ د شپږ ساعته محاکمې په پای کې وکړه.
د تېرکال په سېپټمبر میاشت کې په لېسبوس ټاپو کې دوو پر له پسې اورونو د موریا کمپ وسوځاوه.
په دغه کمپ کې له کلونو راهیسې ګڼ شمېر پناه غوښتونکي په بد حالت کې اوسېدل.
ویل شوي چې د محکوم شوېو افغانانو عمرونه د نیول کېدو په مهال ۱۷ کاله وو.